رسنۍ: نورستان کې سېلاوونو لسګونه کورنۍ زيانمنې کړي

نورستان کې سېلاوونو لسګونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د نورستان ځايي رسنۍ د د دغه ولايت وياند سيف‌الدين لټون له قوله وايي، چې د وروستيو سېلاوونو له کبله په کامدېش ، واما او منډول ولسوالیو کې ١٥ کسان مړه او ٢٠ نور ټپيان شوي دي.

نوموړی زياتوي چې د سېلاوونو له کبله خلکو ته ګڼ مالي زيانونه هم اوښتي، لسګونه کورنۍ يې زيانمن کړي او ترڅنګ يې کرنيزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

د لټون په وینا، د ولایتي ادارې په لارښوونه د عامې روغتیا او د پېښو پر وړاندې د مبارزې، کرنې او مالدارۍ ریاستونو کاري ټیمونه هم په خپل وخت سیمې ته رسېدلي دي .

هغه زياتوي، د پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت په بېړنۍ توګه زر لېټره تېل او د ۵۰۰ کورنیو لپاره اړین توکي رااستولي چې د سروې او وېش بهیر یې روان دی.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د وروستيو سېلاوونو له کبله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

Back to top button