د‌ نجونو ښوونځيو په هکله د ملګرو ملتونو تازه څرګندونې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستيال وايي، چې اکثره افغانان ښوونځيو ته د نجونو د تګ ملاتړ کوي. 

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي مرستيال مارکس پوتزل په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې، په کابل او ولایتونو کې یې له زيات شمېر افغان چارواکو سره ليده کاته کړي او د نجونو د ښوونځيو په باب ورسره غږېدلی دی.

نوموړی ويلي، دا ثابته شوې ده، چې زيات شمېر طالب لوړپوړي چارواکي د ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخالفت نه، بلکې ملاتړ يې کوي، څو د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي.

هغه ويلي، چې تمه يې دا ده، څو ډېر ژر د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له نړۍالې ټولنې غوښتنه کړې وه، چې د‌ ښوونځيو په پرانيستلو کې له اوسني طالب سرپرست حکومت سره يوې پايلې ته ورسېږي.

هغه همداراز ويلي وو، چې د اوسني حکومت ډېری چارواکي ښوونځیو ته د نجونو د تګ ملاتړ کوي او هڅه کېږي چې دا ستونزه ژر تر ژره حل شي.

Back to top button