ترکیه کې ترافیکي پېښو درنه مرګ ژوبله اړولې

‏په ترکیه کې د دوو ترافیکي پېښو ۳۲ کسان وژلي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، لومړۍ ترافیکي پېښه تېره ورځ د غازنتیپ په ولایت کې د یو بس موټر او یو امبولانس تر منځ شوې ده، چې ۱۶ کسان په کې وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت والي ویلي دي، چې په دې پېښه کې یو بس موټر د ایمرجنسي د ټیم او د یو امبولانس سره جنګیدلی.
خو ترکي رسنۍ بیا وايي چې یو مسافر وړونکی بس د امبولانس، د اور وژنې د یو بل موټر سره جنګیدلی دی چې خبریالان په کې د پېښې ځای ته روان وو.

راپورونو ویلي، چې څلور کسان د عاجلو خدمتونو کار کوونکي، درې د اور وژنې عمله او د الهاس خبري اژانس دوه خبریالان په دې پېښه کې وژل شوي دي.

راپورونه زیاتوي، چې د یاد موټر چلونکی د ترکي پولیسو له لوري نیول شوی دی.

Back to top button