لوګر کې سېلاوونو درانه زیانونه اړولي دي

تېره شپه لوګر کې سېلاوونو خلکو ته ډېر درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

تېره شپه د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې  سختو سېلاوونو خلکو ته د درنو مالي زیانونو تر څنګ درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د خوښۍ په ولسوالۍ کې تر 800 زیات کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي او لسګونه ماشومان او ښځې وژل شوې دي.

د سیمې خلک وایي، دغو کورنیو ته تر اوسه هېڅ لومړنۍ مرسته نه ده رسېدلې.

د سیمې خلک دغه راز وایي، چې زیات شمېر کسان له تېرې شپې راهیسې په لوږه د خپلو شهیدانو او زخمیانو په لټه کې دي، هغوی له طالب سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.

Back to top button