امريکا له اوکراین سره د نویو تجهيزاتو مرسته کوي

سي ان ان ټلویزیوني شبکه وایي، چې امريکا غواړي له اوکراین سره د نویو پوځي تجهيزاتو مرسته وکړي. 

سي ان ان ټلویزیوني شبکه راپور ورکوي، چې د امريکا متحده ايالتونه غواړي له اوکراين سره د خپلو مرستو پر دوام، د پوځي تجهيزاتو ۹مه جوپه د دغه هېواد پوځ ته وسپاري.

دغه رسنۍ وايي، چې د نويو تجهيزاتو په دې پکېج کې د رادار سيستم ضد چټکو توغنديو په ګډون ۱۶ هوټزر توپونه، ۱۵ بې پيلوټه الوتکې، ۴۰ مکس پرو پوځي ګاډي او يو شمېر نور مهم تجهيزات هم شامل دي.

د سي ان ان ټلویزیوني شبکې په وینا، امريکا د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدیخوا له اوکراين سره د پوځي تجهيزاتو مرستې کوي، چې د دې مرستو ۹مه جوپه به د ۷۷۵ ميليونه ډالرو په ارزښت اوکراين ته ور کړي.

امريکا دا مرسته داسې مهال اوکراین ته سپاري، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه چې ورځ تربلې د شدت په حال کې ده. د راپورونو له مخې تازه د روسي ځواکونو له لوري د توغنديز بريد په پايله کې ۱۲ اوکراينيان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

روسي ځواکونو دغه بريد د اوکراين شمال ختيځ اړوند په يوې له ګڼې ګوڼې ډکې سيمې باندې کړی، چې وژل شوي کسان پکې ټول عام وګړي دي.

بلخوا د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي د روسیې پوځيانو د دې بريد په غبرګون کې د يو ویډیويي پیغام له لارې ويلي، چې د روسیې هر بريد به ځواب شي او همداسې يې نه پرېږدي.

Back to top button