یونیسف جوزجان کې ښوونځي بیارغوي
یونیسف مؤسسه په جوزجان ولایت کې ۱۰۰ ښوونځي بیارغوي.
د جوزجان په مرکز او ولسوالیو کې د یونیسف مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۰۰ ښوونځیو ودانۍ بیا رغول کېږي.
د هېواد په شمال زون کې د یونیسف مؤسسې مسؤل احمد شاه عزیز یار وايي، چې د هر ښوونځي ودانۍ د بیا رغولو لپاره ۳۰۰۰ امریکايي ډالر ځانګړي شوي دي.
یاده مرستندویه مؤسسه له کلنو راهیسې په افغانستان کې د ښوونځیو تر څنګ په ګڼ شمېر نورو برخو کې هم همکاري کوي.