لوګر کې د زده کوونکو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

په لوګر ولایت کې د هلکانو د شپږو ښوونځیو د شپږو ټیمونو ترمنځ د والیبال پیل شوې ۳ ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې یادې سیالۍ د وفا مؤسسې په مالي ملاتړ له فساد سره د مبارزې تر نوم لاندې جوړې شوې وې، چې په کې د هلکانو د ۶ ښوونځیو ۶ لوبډلو او ۷۲ تنو لوبغاړو برخه اخیستې وه او درې ورځې وخت یې ونیوه.

د ولیبال په دې سیالیو کې د کلنګار جهادي لېسې لوبډلې لومړی، د مغل خیلو لېسې لوبډلې دویم او د خوښۍ لېسې لوبډلې درېیم مقامونه تر لاسه کړل، چې د وفا مؤسسې له لوري د هر ټيم لوبغاړو ته مډالونه، ستاينليکونه او نورې جايزې هم ور کړل شوې.

Back to top button