فاریاب کې یوه ماشوم بل ماشوم وژلی دی

په فاریاب کې یوه ماشوم په تېروتنه کې په ډزو بل ماشوم وژلی دی.

د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ اړوند په هشتمین کلي کې یو لس کلن ماشوم د یوه بل ماشوم له لوري د کلاشینکوف په ډزو وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ماشوم محمد نادر نومېږي او لس کلن و، چې د يوه بل ١١ کلن ماشوم عبدالرحمن له لوري د کلاشينکوف په ډزو وژل شوى دى.

سرچینه زیاتوي، چې یاده پېښه داسې مهال رامنځته شوې ده، چې نوموړو ماشومانو په يوه کور کې له وسلو سره لوبې کولې او عبدالرحمن په تېروتنه کې ډزې وکړې او محمد نادر يې وواژه.

په فاریاب کې د طالبانو د سرپرست حکومت مسوولینو د یادې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button