Trending

همدا شېبه لوګر کې شدید سېلاوونه

همدا شېبه په لوګر ولایت کې شدید سېلاوونه راوتلي دي ګڼ شمېر کورنیو ته یې مالي زیان اړولی دی.

د لوګر ولایت په مرکز پل علم اړوند التمور او برکي برک ولسوالۍ کې شدید سېلاوونه راوتلي دي، چې تر دې مهاله یې ګڼو کورنیو ته مالي زیانونه اړولي دي، د یادو سیمو اوسیدونکي وایي، چې دغو سېلاوونو کورنه، جوماتونه، ښوونځي او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي.

بل خوا د لوګر ولایت په څرخ او محمدآغې ولسوالۍ کې هم خلک وایي، چې سېلاوونو ورته مالي زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په لوګر کې سېلاونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د لوګر ولسونه له طالب سرپرست حکومت څخه د ویجاړو شویو لارو، ښوونځیو، جوماتونو او کرنیزو ځمکو په بیارغونه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

Back to top button