طالبان ادعا کوي، چې مولوي مهدي يې وژلی

طالب‌ سرپرست حکومت ادعا کوي، چې امنيتي مسئولينو يې مولوي مهدي د هرات او ايران پولې ته څېرمه، په داسې حال کې وژلی، چې غوښتل يې ایران ته وتښتي.

په ورته وخت کې ځيني رسنۍ وايي، چې مولوي مهدي لومړی نيول شوی او بيا وژل شوی، خو تر دې دمه د مولوي مهدي کسانو يا هم کومې بلې خپلواکې سرچينې دا خبر نه دی تائيد کړی.

د يادونې وړ ده، چې مولوي مهدي د هزاره طالبانو لوړپوړی قومندان و، چې طالب سرپرست حکومت سره له اختلافاتو وروسته د سرپل ولايت بلخاب ولسوالۍ ته تللی و او خپلو سلګونو پلويانو سره يې د د ياد حکومت پر وړاندې وسله واله جګړه پيل کړې وه.

Back to top button