غور کې نامعلومو کسانو یو تنکی ځوان وژلی

په غور کې نامعلومو کسانو یو تنکی ځوان په مرموز ډول وژلی دی.

د طالبانو د سرپرت حکومت د غور امنیتي مسوولین وايي، چې تېره ورځ د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند سیمه کې د یوه تنکي ځوان مړی موندل شوی دی.

د غور د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه ځوان حامد نومېږي او د دغه ولايت د دلتيار ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

د یادې خبرپاڼې له مخې، دغه ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی او مړی یې پرون د فیروزکوه ښار په وردکه سیمه کې موندل شوی دی.

تر دې مهاله د یاد ځوان د وژلو عاملین او لامل نه دی معلوم شوی.

Back to top button