اسيا کپ سیالیو ته د کرېکټ ملي لوبډلې سکواډ اعلان شو

افغان کرېکټ بورډ راتلونکي اسیا کپ سیالیو ته د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. 

د افغانستان کرېکټ بورډ تېره ورځ د اسيا کپ سیالیو لپاره د محمد نبي عیسی خېل تر لوبډلمشرۍ لاندې د ملي لوبډلې ۱۷ کسيز نوملړ اعلان کړ، چې ۷ توپ وهونکي، ۵ الرونډران او ۵ هم بالران په کې شامل دي.

په دې نوملړ کې حضرت‌الله ځاځی، رحمان الله ګربز، عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، نجیب‌الله ځدراڼ، حشمت‌الله شاهدي او افسر خان ځاځی د توپ وهونکو په توګه اخیستل شوي دي.

همداراز لوبډلمشر محمد نبي، راشدخان، سمېع‌الله شینواری، کریم جنت او عضمت عمرزی د الرونډرانو په توګه لوبډله کې ځای پرځای شوي.

فرید احمد ملک، فضل‌الحق فاروقي، مجیب‌ ځدراڼ، نوین‌الحق او نوراحمد به په اسیا جام سیالیو کې د توپ اچوونکو په توګه د افغانستان په ګټه لوبې کوي.

په ورته مهال شرف‌الدین اشرف، قیس احمد او نجات مسعود بیا درې هغه لوبغاړي دي چې احتیاطي یا ریزرف لوبغاړي اعلان شوي دي.

د اسیا کرېکټ جام لپاره اعلان شوې ملي لوبډلې کې تر ډېره هغه لوبغاړي تر سترګو کېږي چې دا مهال ایرلنډ سره پر شل اوریزه لوبو بوخت دي.

Back to top button