هېواد کې سېلاوونو لسګونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

تېره يوه اونۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سېلاوونو ۹۰ کسان وژلي او سلګونه کورونه يې نړولي دي.

طالب سرپرست حکومت وایي، چې په تېره يوه اونۍ کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې سېلاوونه راوتلي او له کبله یې ۹۰ کسانو خپل ژوند بايللی دی. د ياد حکومت په وينا، تر سلو زیات کسان ټپيان شوي دي.

افغانستان په وروستيو څو ورځو کې د مرګوني او سختو سېلاوونو شاهد دی، چې له کبله یې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په پروان ولایت کې اړولې ده.

بلخوا سېلاو ځپلي له حکومت او نړۍوالو غوښتنه کوي، چې له دوی سره ژر تر ژره مرسته وشي، ښځې او ماشومان يې له دې بد وضعيت څخه وژغوري.

Back to top button