افغانستان او ایرلنډ د لوبو لړۍ مساوي کړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ایرلنډ ته په څلورمه لوبه کې د ۲۷ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې وکولای شول، چې کوربه ايرلنډ ملي لوبډلې ته پرلپسې دويمه ماته ور کړي او د لوبو روانه لړۍ دوه په دوه مساوي کړي. دغه لوبه د باران د اورښت له کبله ځنډېدلې وه، چې له ټاکلو۲۰ اورونو څخه ۱۱ اورونو ته راکښته شوه.

ايرلنډ لوبډلې د لوبې پچه ګټلې وه او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې افغان لوبډلې د نجيب ځدراڼ او راشد خان د ښې توپ وهنې پر مټ وکولای شول، سیالې لوبډلې ته په ۱۱ اورونو کې د ۱۳۳ منډو هدف وټاکي.

همداراز په دغه لوبه کې د افغان لوبډلې پیاوړي توپ اچوونکي راشد خان د ۳۱ چټکو منډو په کولو او د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.

افغان ملي لوبډلې په دې بريا سره وکولای شول، چې له ایرلنډ سره د شل اوریزو لوبو روانې لړۍ کې مساوي کړي.

تر دې وړاندې افغان کرېکټ ملي لوبډلې خپلې لومړنۍ دوه لوبې بايللې وې، خو د دې لوبې په ګډون په خپلو وروستیو دوو لوبو کې پرلپسې د ایرلنډ پروړاندې بریا خپله کړه.

همداراز پنځمه لوبه چې د دې لړۍ وروستۍ لوبه ده د دواړو هېوادونو لپاره یې ګټل مهم دي او که چېرې هر یوې لوبډلې وګټله نو د شل اوریزو لوبو د روانې لړۍ ګټونکې به وي.

Back to top button