فراه کې یونیسف د اوبو یوه شبکه جوړه کړه

په فراه ړلایت کې د یونیسف مؤسسې د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ‏د ‎فراه د مرکز په اکبر اباد کلي کې یونیسف مؤسسې د ۳۰۰کورنیو لپاره د څښاک د اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

سرچینه زیاتوي، چې د اوبو دغه شبکه د اتو میلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

یونیسف مؤسسې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بیارغونه کې نه ستړې کېدونکې هڅې او همکاري کړې ده.

Back to top button