د پاکستان د خپلواکۍ ورځ کابل کې ونمانځل شوه

د پاکستان د خپلواکۍ ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت په انګړ کې ونمانځل شوه.

په کابل کې د پاکستان سفارت وایي، چې د پاکستان د خپلواکۍ ۷۵ مه کالیزه په کابل کې د دغه هېواد د سفارت په انګړ کې ونمانځل شوه.

دغه سفارت زیاتوي، چې په یادو مراسمو کې د طب هغو محصلینو هم ګډون کړی وو چې د افغانستان په پوهنتونو کې زده کړې کوي.

د پاکستان د خپلواکۍ کلیزه په داسې مهال په کابل کې نماځل کېږي چې د دغه هېواد په سفیر منصور احمد خان نیوکي دي چې ګواکې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي.

 

Back to top button