په هېواد کې د اورښتونو اټکل

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د اورښتونو او سېلاوونو د راوتو اټکل کړی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د هوا پېژندنې اداره وایي، چې نن یکشنبه په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بغلان، کابل، بامیان، دایکنډي ، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان او کندهار کې د بارانونو او سیلابونو اټکل کړی دی.

یاده اداره زیاتوي، چې په هرات، فراه او نیمروز کې به شدید بادونه هم راوالوځي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په هېواد کې د اورښتونو له امله سېلاوونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

Back to top button