المان کې مېشت افغانان: طالبان په رسميت مه پېژنئ

المان برلين ښار کې يو شمېر افغانانو د يو لاريون په ترڅ د دغه هېواد له حکومت او نړۍوالې ټولنې څخه غوښتي، چې طالبان په رسميت ونه پېژني. 

دوی د ياد لاريون له لارې د سیمې پر هېوادونو غږ کړی، چې پر طالبانو فشار راوړي څو ټولګډونه حکومت رامنځته کړي، د ښځو د کار او زده کړو حق ورکړي او پرې لګېدلي بندیزونه له هغوی لرې کړي.

همداراز دغو لاریون کوونکو په کابل کې د افغان مېرمنو د وروستي لاريون څخه ملاتړ کړی او طالبانو له لوري يې د وسلو په زور د لاریون مخنیوی په کلکه غندلی دی‌.

په ورته وخت کې په المان کې د ترسره شوي لاریون ګډونوالو ويلي، چې د طالبانو د واکمنۍ په تېر یو کال کې افغانانو خپلې ټولې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي، له ښځو د کار او زده کړو حق اخيستل شوی، ملي ارزښتونو ته يې زیان اوښتی او دوی د بیان ازادي له منځه وړې ده.

تر دې  بشري حقونو د څار بنسټ په خپل راپور کې د طالبانو یو‌کلنه واکمني د افغانانو لپاره په ټولنيز او اقتصادي لحاظ له ناورینه ډکه ګڼلې ده.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي و، چې د طالبانو په واکمنۍ سره پر ښځو محدودیتونه لګېدلي او د هغوی حقوق تر پښو لاندې شوي.

ملګرو ملتونو هم په خپلو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ښوونځیو ته تګ د نجونو حق دی او هېڅ څوک باید له دوی دا حق وانه خلي.

د يادونې ده، چې دا لاریون داسې مهال ترسره کېږي چې تېره ورځ کابل کې هم یوشمېر مېرمنو د کار، ډوډۍ او خپلواکۍ تر شعارونو لاندې لاریون کړی، خو د رسنيو د راپورونو پر بنسټ د طالبانو لخوا پرې هوایي ډزې شوي او مخنیوی يې شوی.

Back to top button