قزاقستان کې د يو ستر جومات پرانیستل شو

قزاقستان کې د نور سلطان جامع په نوم يو جومات پرانیستل شو.

د يو شمېر اسيايي رسنيو د راپورونو پر اساس، د قزاقستان پلازمېنه آستانه کې د نور سلطان جامع په نوم د منځنۍ اسيا په کچه تر ټولو ستر جومات پرانيستل شوی.

د دغه جومات د پرانیستلو مراسمو ته د قزاقستان بنسټ ایښودونکي او پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایوف په ګډون د روسیې، قرغزستان، ازبکستان، منګوليا او د مصر مذهبي چارواکي او په قزاقستان کې د اسلامي هېوادونو سفیران هم ورغلي وو.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، یاد جومات چې په څه باندې ۶۸ زره مربع متره ځمکه کې جوړ شوی، د منځنۍ اسیا تر ټولو ستر او د نړۍ له لسو لویو او ښايسته جوماتونو څخه یو شمېرل کېږي.

Back to top button