افغانستان ایرلنډ ته ماتې ورکړه

افغانستان په درېيمه شل اوریزه لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په درېيمه شل اوریزه لوبه کې ایرلنډ لوبډلې د ټاس په ګټلو سره افغانستان ته لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په توپوهنه کې د رحمن ګربز د ۵۳ او نجيب الله ځدراڼ د چټکو ۴۲منډو پرمټ ايرلنډ ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

خو ایرلنډۍ لوبډلې ونه شو کړای چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي او په دې سره افغان لوبغاړي وتوانېدل چې بریا ته ځان ورسوي.

Back to top button