لوګر کې د سرګلولې چاودنې ماشومان ټپیان کړي دي

په لوګر کې د یوې ناچودې سرګلولې چاودنې څلور تنه ماشومان ټپیان کړي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د والي ویاند عمر منصور مجاهد وایي، چې د دغه ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د یوې سرګلولې د چاودنې لــه امله څلورتنه ماشومان ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، یاده پېښه تېر ماسپېښین ۳ درې بجې او ۴۵ دقیقې د برکي برک ولسوالۍ په نواباد په سیمه کې را منځ ته شوې ده.

تر دې وړاندې هم په هېواد کې پخوانیو ناچاودو مرمیو سلګونو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Back to top button