لوګر کې سېلاونو ځاني او مالی زیانونه اړولي

تېره شپه لوګر کې سېلاونو ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د لوګر ولایت په ځينو سيمو کې تېره شپه د سختو سېلاونو د را وتو له امله پنځه تنه وژل شوي چې درې ٣ تنه يې ښځې او دوه تنه نور يې ماشومان دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر چارواکي وایي، چې د یادو پنځو تنو د مړینې سربېره سېلانو کورونه، کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې دي.

د لوګر مرکز اړوند التمور سیمه کې یې د بلال حنیف په نوم خصوصي ښوونځي، جوماتونه کورنه او عمومي لارې سختې ویجاړې کړې دي.

د یادې سیمې خلک له طالب حکومت څخه غواړي چې د عمومي لارو او ښوونځیو په بیارغونه کې ورسره مرسته وکړي.

 

Back to top button