اقتصادپوهان: بایډن دې د افغانستان شتمني ازاده کړي

د نړۍ ۷۰ اقتصادپوهانو د امریکا له ولسمشر جو بايډن څخه د افغانانو د ګنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې د نړۍ ۷۰ اقتصاد پوهانو د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه د افغانستان د خلکو د ګنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

سرچینې زیاتوي، چې په دې اقتصاد پوهانو کې د ځينو هېوادونو د اقتصاد پخواني او اوسني وزیران هم شامل دي او ددې غوښتونکي دي چې جوبایډن باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

واک ته د طالبانو د حکومت تر رسېدو وروسته امریکا د افغانانو ۹میلیارده شتمني په بېلابېلو بهانو ګنګل کړې ده، د امریکا ولسمشر بایډن غوښتل د دغې شتمني یوه برخه په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ پېښې قربانیانو ته ورکړي خو د بایډن دا پرېکړه د نړۍ والو له او امریکایي ولس له توندو نیوکو او غبرګونو سره مخ شوه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي وو، چې سپینه ماڼۍ پر یوه داسې پلان کار کوي چې له مخې یې د افغانانو ګنګل شوې شتمني ازاده کړي.

Back to top button