لوګر کې یوه ښځه وژل شوې ده

په لوګر کې یوه ښځه د کورني تاوتریخوالی له امله وژل شوې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر امنیې قومندانۍ مسوولینو رسنیو ته تاید کړې، چې نن سهار شاوخوا اووه بجې د دغه ولایت د مرکز پل علم اړوند دهنه رېګ کلي کې یوه ښځه وژل شوې ده.

هغوی زیاتوي، چې یاده ښځه د کورني تاوتریخوالي له امله وژل شوې او قاتل یې د طالبانو له لوري  نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر مازدیګر مهال هم د لوګر مرکز اړوند التمور سیمه کې د خدای دوست په نوم یو کس د شخصي دوښمنۍ له امله شوی دی.

Back to top button