بادغیس کې نامعلومو کسانو یو ځوان وژلی

تېره شپه په بادغیس کې نامعلومو کسانو یو ځوان وژلی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د بادغیس د امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېره شپه نامعلومو کسانو د دغه ولایت په قلعه‌ نو ښار کې یو ځوان وژلی دی.

هغوی زیاتوي چې د وژل شوي کس جسد طالبانو په لومړۍ امنیتي حوزه کې موندلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې وژل شوی ځوان محب‌الله نومېږي او په ډزو وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو میاشتو کې د هېواد له ګڼ شمېر سیمو څخه د نامعلومو کسانو له لوري د وژنو خبرونه ډېر شوي دي.

Back to top button