هلمند کې یوې مؤسسې له روغتیایي مرکزونو سره مرسته وکړه

هلمند کې یوې مؤسسې له ۷۸ روغتیايي مرکزونو سره د طبي توکو مرسته وکړه.

د معلوماتو له مخې، په هلمند کې د ادارې او روغتیا د ودې موسسې OHPM له ۷۸ روغتیايي مرکزونو سره د ۱۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۱۴۷ قلمه طبي توکو مرسته وکړه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د هلمند چارواکي وایي، چې دغه مرسته د هلمند پر هغو ۷۸ روغتیايي مرکزونو وېشل کېږي چې د طبي توکو له کمښت سره مخ دي.

هغوی زیاتوي، چې په دې مرسته کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په ارزښت مېز، څوکۍ، الټراساونډ، CBC ماشینونو او نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.

نوموړې مؤسسې تر دې وړاندې هم د هېواد له روغتیایي مرکزونو سره مرسته کړې ده.

Back to top button