ننګرهار کې یوه ځوان خپله ځمکه ښوونځي ته وقف کړه

په ننګرهار کې یوه ځوان خپله ۵۰ متره شخصي ځمکه ښوونځي ته وقف کړه.

د معلوماتو له مخې، د ننګرهار هسکې مینې ولسوالۍ د ګذارې کلي د صدام په نوم یوه ځوان د خپل کلي د نجونو او هلکانو د زده کړو ترسره کېدو په موخه د خپل جایداد حاصل خېزه کرل شوې ځمکه چې 50 متره اوږدوالی او 10 متره پلنوالی لري، ښوونځي ته وقف کړه.

په ننګرهار کې یوه سرچینه وایي، چې د شینوارو اصلاحي ټولنې غړي اوس په ياده ځمکه د څو خونو جوړلو ته په هڅو کې دي، هغوی له سوداګرو، مرستندویه مؤسیسو او طالب سرپرست حکومت څخه غواړي چې د دغه ښوونځي په جوړېدو کې ورسره مرسته وکړي.

Back to top button