طالبانو زابل کې پنځه کسان په دورو وهلي دي

طالبانو په زابل کې پنځه کسان د غلا او زنا په تور په دورو وهلي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د زابل چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې یې د غلا او زنا په جرم دوه مېرمنې او درې نارینه په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

هغوی زیاتوي، چې په یادو کسانو یې د زابل ولایت د مرکز کلات ښار د یوې لېسې په لوبغالي کې د زرګونونو خلکو په مخکې شرعي حدود جاري کړي چې څه موده وړاندې د زنا او غلا په تور نیول شوي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسانو د طالب سرپرست حکومت په دا ډول کړنو نیوکې کړې دي.

Back to top button