جاپان په ننګرهار کې د اوبو شبکې جوړې کړې

جاپان هېواد په ننګر کې د اوبو څلور شبکې جوړې کړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، جاپان هېواد ‏د ‎ننګرهار په شیخ مصري او چمتلې ښارګوټو کې د ۲۱۰۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د اوبو څلور شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار چارواکي وایي، چې د یادو شبکو په جوړېدو سره په نوموړو سیمو کې ۱۲۰۰ کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو اسانتیا برابره شوې ده.

جاپان تر دې وړاندې هم د افغانستان په بیارغولو کې په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده.

Back to top button