ریچارډ بینټ: طالبان د ټولو اتباعو مسووليت پر غاړه لري

ملګري ملتونه وايي، چې طالب سرپرست حکومت د افغانستان د ټولو وګړو د امنيت د ټينګښت مسووليت پر غاړه لري. 

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په کابل ښار کې د تېرې ورځې چاودنې په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو سرپرست حکومت د افغانستان د ټولو وګړو د امنیت د ټینګښت مسوولیت پر غاړه لري.

هغه په څو پرلپسې ټویټونو کې ویلي، چې د کابل د لویدیځ د هزاره‌ګانو په یوه ګڼه‌ګوڼه کې وحشتناک برید د هغو جنایتونو دوام دی، چې داعش یې پړه پر ځان منلې ده.

نوموړي ټينګار کړی، چې طالبان د افغانستان د ټولو اتباعو د ساتنې مسوولين دي او د دې جنایت عاملین باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

بلخوا د طالب سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هم تېره ورځ  پر خپل ټویټر پاڼه پېښه منلې او لیکلي يې دي، چې چاودنه د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې په یوه لاسي کراچۍ کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله شوې، چې ۸ ملکي وګړي يې وژلي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د سرپرست حکومت وياند دا ډول کړنې د دین او هېواد د دښمنانو کار بللی او په وینا یې داسې کسان زموږ ملت سولې او آرامۍ ته نه پرېږدي.

په ورته وخت کې د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش په یوه بیان کې ویلي، چې د کابل په لویدیځ کې په دغه برید کې تر ۲۰ زیاتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د طالبانو يوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه‌ښوولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ٥٠ زيات کسان مړه او ټپیان شوي دي.

ځايي سرچينو هم د دې چاودنې له کبله اوښتې مرګ‌ژوبله درنه بللې ده‌.

Back to top button