کابل کې د تېرې ورځې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

په کابل د کې تېرې ورځې چاودنې ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه چاودنه د جمعې په ماښام د اسد د میاشتې په ۱۴ مه نېټه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په یوه لاسي کراچۍ کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شیعه افغانانو به منځ کې شوې ده.

د یادې چاودنې مسوولیت د داعش ډلې منلی دی او ویلي یې دي چې په دې چاودنه کې شل تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

بل خوا د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د دې چاودنې په پایله کې ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

خو تر دې وړاندې د کابل د امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي و، چې په یاده چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

 

Back to top button