بلخ کې یوې مېرمنې ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې

په بلخ کې یوې مېرمنې ۵۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د بلخ ړلایت په چمتال ولسوالۍ کې یوې میرمنې د خپلې کورنۍ په مالي مرسته ۵۰ ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.

دغه ۲۵ کلنه مېرمنه مرواء نومېږي، چې د کورنۍ په هلو ځلو او مالي ملاتړ توانېدلې د خپل کلي ۵۰ ماشومانو ته په وړیا ډول د لومړنیو زده کړو زمینه برابره کړي.

یاده مېرمن د هېواد له ټولو اوسیدونکو غوښتنه کوي څو په خپلو سیمو کې د ښوونیزو مرکزونو د جوړولو لپاره هلې ځلې وکړي.

Back to top button