افغان کرېکټ ملي لوبډله ايرلينډ ته روانه شوه

افغان کرېکټ بورډ وايي، چې ملي لوبډله له ايرلنډ سره د پنځه شل اوریزه سیالیو د ترسره کېدو په موخه دغه هېواد ته روانه شوه. 

افغان کرېکټ بورډ په يوې تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د شپږيزې کرېکټ ليګ اتم پړاو سياليو له پای ته رسېدو وروسته نن افغان کرېکټ ملي لوبډله د پنځو نړۍوالو شل اوريزو سياليو د ترسره کېدو په موخه ايرلنډ ته روانه شوه.

د کرېکټ بورډ په وينا، افغان کرېکټ ملي لوبډله به ايرلنډ پر وړاندې د يادو سياليو لوبلړۍ د روانې اګست مياشتې په نهمه پيل کړي او د همدې مياشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام ولري.

Back to top button