سيګار: امريکا اوس هم افغانستان کې خپلې ګټې ګوري

سيګار يا د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د څارونکې اداره‌ وايي، چې له تېر يو کال راپه ديخوا امريکا له افغانستان سره ۸ سوه ميليونه ډالر مرسته کړې ده. 

دا څرګندونې د سیګار مشر جان سوپکو په یوه مرکه کې کړي او ويلي دي، چې که څه هم تېر کال له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان ووتل، خو بیا هم دوی له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۸ سوه میلیونه ډالر بشري مرسته کړې ده.

د سیګار د مشر په وينا،  امریکا اوس هم په افغانستان کې خپلې ګټې ګوري او بل دا هغه وخت دی، چې افغانان ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

دغه راز سپکو ويلي، چې افغانستان سره شوې ډيرې مرستې غربت ځپلو خلکو ته رسیدلي او همداراز یوه برخه یې پر روغتیايي چارو کې لګول شوې ده.

دغه راز سیګار د امریکا کانګرس ته یو تازه راپور استولی او ورته ويلي يې دي، چې د افغانستان د نفوس ۹۲ سلنه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي او په داسې وخت کې سختو مرستو ته اړتیا لري.

د يادونې وړ ده، چې سيګار او همدارنګه نورو مرستندويه بنسټونو تر دې وړاندې هم ویلي، چې افغانستان په يو بد وضعيت کې دی او د نړۍوالو مرستو ته اړتيا لري.

Back to top button