پاکستان: پر ايمن الظواهري بريد د امريکا او افغانستان ترمنځ بحث دی

پاکستان وايي، د ايمن الظواهري په وژلو کې زموږ له هوايي حريم څخه ګټه نه ده اخيستل شوې. 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله جیو نیوز ته په مرکه کې ویلي، چې کابل کې د القاعدې پر مشر ایمن الظواهري باندې برید پر مهال د پاکستان له حریم څخه ګټه نه ده اخيستل شوې.

هغه وايي، کابل کې پر ایمن الظواهري ډرون برید د امریکا او افغانستان ترمنځ بحث دی او دا الوتکه د پاکستان له فضا څخه نه ده پورته شوې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همداراز له جیو نیوز ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې ويلي، چې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په هغه ځای کې په نښه او وژل شوی، چېرته يې چې د اوسېدو ځای و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ثناالله دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې د ځینو رسنیو د معلوماتو له مخې، هغه بې‌پیلوټه الوتکه، چې د القاعده شبکې مشر يې وواژه د پاکستان له حریم څخه را پورته شوې وه.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ويلي و، د امریکا له لوري په کابل کې د تېرې یکشنبې هوایي برید د القاعدې شبکې پر مشر ایمن الظواهري وشو او هغه يې پکې وواژه.

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت هم منلې، چې امریکا د کابل په شیرپور کې هوايي برید کړی، خو تر اوسه یې په دغه برید کې د ایمن الظواهري وژنه نه ده تائید کړې.

Back to top button