د امريکا او ايران اټومي مذاکرات

ايران او امريکا د اټومي انرژۍ پر سر بيا ځل مذاکرات پيل کړل. 

د سي ان ان ټلویزیوني شبکې د يو راپور  پر اساس په وین کې د ایران او امریکا ترمنځ يو ځل بيا په غیر مستقیم ډول مذاکرات پيل شوي، چې د ایرانيو چارواکو سربېره د اروپايي ټولنې استازو هم په کې ګډون کړی.

سرچينه وايي، چې د دې د مذاکراتو هڅه به دا وي، چې ايران سره بېرته اټومي موافقه وشي، خو وینا یې د امريکا تمې ورته کمې دي.

تر دې وړاندې تېره ورځ د ايران د بهرنيو چارو وزير هم په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې دوی د امريکا سختو شرايطو ته هېڅکله غاړه نه ږدي او نه هم کله غواړي، چې د مذاکراتو په ميز کې دغه هېواد ته امتيازات ور کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې په دې وروستيو کې د امريکا ولسمشر جو بايډن پر ادارې د ایران د اټومي پروګرام په اړه فشارونه زيات شوي دي.

Back to top button