Trending

کابل ښار کې د ډزو غږونه اورېدل شوي

د کابل ښار په کارته سخي سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د کابل ښار د دریمې حوزې اړوند کارته سخي سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي، د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بیا وایي، چې د ښار د دریمې امنيتي حوزې اړوند په کارته سخي ټاور کې طالبانو چاڼيز عملیات درلودل چې له یو کور څخه پرې ډزې شوې دي.

ځدارڼ زیاتوي، چې د بریدګرو د لمنځه وړلو په موخه یاد کور اوس مهال د طالب ځواکونو له لوري تر محاصرې لاندې دی.

تر دې مهاله د یادې پېښې د مرګ ژوبلې او تلفاتو په اړه معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

Back to top button