امريکا: افغانستان د ترهګرو لپاره د امن ځای نه دی

د امريکا ملي امنیت شورا وايي، افغانستان د هغو کسانو لپاره هېڅ د امن ځای نه دی، چې امريکا ته تاوان رسوي.

د امریکا د ملي‌ امنیت شورا ویاند جان کربي تازه په یوه خبري‌ کنفرانس کې رسنيو ته ویلي، دوی په افغانستان کې د القاعده شبکې پر مشر ايمن الظواهري برید وکړ او دا یې ثابته کړه، چې افغانستان د هغو کسانو لپاره هېڅ د امن ځای نه دی، چې د امریکا ګټو ته تاوان رسوي.

دغه راز نوموړي ویلي‌، که چېرې طالبان غواړي په افغانستان کې خپله واکمني وکړي،‌ د نړۍوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره ولري او مالي‌ مرستې ورسره وشي؛ نو ددې ټولو لپاره مهمه ده چې، د نړۍوالې ټولنې شرطونه هم ومني.

همداراز جان کربي‌ زياتوي، طالبان غواړي له نړۍ سره اړیکې  ولري، خو په وينا يې اړتیا ده چې،  د دوحې هوکړه عملي کړي‌ او د طالب سرپرست حکومت اوسني چارواکي د نړۍوالې ټولنې ټولو اصولو او قوانینو ته درناوی ولري.

طالب سرپرست حکومت بيا د امريکا ملي امنیت شورا د دې څرګندونو په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

Back to top button