سعودي عربستان: ايمن الظواهري د ترهګرو رهبر و

سعودي عربستان کابل کې د القاعده شبکې پر مشر د امريکايي ډرون الوتکې د بريد هرکلی کړی دی. 

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت په تازه خپره شوې اعلامیه کې، کابل ښار کې د القاعده شبکې پر مشر ايمن الظواهري د امريکايي ډرون الوتکې د بريد هرکلی کړی دی.

دغه راز د سعودي د بهرنيو چارو وزارت له لوري د ايمن الظواهري په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې نوموړي ته د ترهګرو د مشر خطاب شوی.

په اعلامیه کې راغلي، چې ايمن الظواهري په امريکا کې په هغه ستر جنايت کې لاس درلود چې د سعودي د ځينو وګړو په ګډون په کې ګڼ شمېر امريکايان وژل شوي.

همداراز د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرۍ د جرړو د ايستلو لپاره د نړۍوالو هڅو او همکاريو د همغږۍ پر اهميت ټينګار کړی او د نړۍ له ټولو هېوادونو يې غوښتي دي، چې د ترهګرو ډلو له شره د بې ګناه وګړو په خوندي کولو کې يو له بل سره همکاري وکړي.

Back to top button