خوست کې د وطني تارو فاریکې فعالیت پیل کړ

په خوست ولایت کې د وطني تارو یوې فابریکې خپل فعالیت پیل کړ.

د خوست ولایت په مرکز کې د الماس ځدراڼ په نوم د جامو ګنډلو تارو د جوړولو یوه فابریکه پرانیستل شوه.

د یادې فاریکې مسوولین وایي، چې دغه فابریکه د ۸۰اتیا لکو افغانیو په لګښت جوړه شوې او شاوخوا شلو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

هغوی زیاتوي چې دغه فابریکه دوکاندارانو او مشتریانو ته د هغوی په خوښه تار تولیدوي او د خوست په شمول د هېواد ټولو بازارونو ته د هر ډول تارو د تولیدولو وړتیا لري.

Back to top button