طالبانو نیمروز کې د ایران له عسکرو سره شخړه کړې ده

طالبانو په نیمروز ولایت کې له ایراني پوله ساتو عسکرو سره شخړه کړې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د نیمروز په کنګ ولسوالۍ درویش سیمه کې د طالبانو او ایران د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده.

په نیمروز کې د طالبانو د سرپرست حکومت د پوله ساتو ځواکونو قوماندان مولوي محمد ابراهیم هېواد، رسنيو ته د يادې شخړې په تایید سره ویلي، چې دغه شخړه د ایران پوله ساتو عسکرو له خوا پيل شوې ده.

تر دې مهاله د یادې شخړې د تلفاتو او څرنګوالي په تړاو کره معلومات نشته.

Back to top button