بلخ کې ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

د ‎بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې په يو ترافیکي پېښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، تېر مازیګر د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د یوه کرولا ډوله او بار وړونکي موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه کې درې تنه مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د بلخ د چارواکي وایي، چې د یادې پېښې ټپیانو روغتون ته لېږدول شوي خو روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په غزني ولایت کې ترافیکي پېښې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Back to top button