يوناما په کرېکټ لوبغالي کې پرونۍ پېښه غندلې

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يا يوناما د کرېکټ لوبغالي شپږيزه ليګ سياليو کې د تېرې ورځې چاودنه غندلې ده.

د یوناما مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي کوونکي ويلي، چې په کابل کې د کرکټ پر لوبغالي برید يوه وحشيانه کړنه ده او د يادې پېښې د بشپړې څېړنې او د عاملینو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

تېره ورځ جمعه د زمري په ۷مه ‎د کابل په کرېکټ ملي لوبغالي کې د شپږیزه لیګ سیالیو پر مهال، د لیدونکو په منځ کې چاودنه‌ وشوه او  په ټولنيزو رسنيو کې د خپاره شویو ويډيوګانو له مخې يې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو بلخوا د طالب سرپرست حکومت امنیتي چارواکي وايي، چې د دې چاودنې له امله ۴ کسان ټپيان شوي دي.

خو يوه کس چې د پېښې عيني شاهد و او نه غواړي نوم يې خپور شي، پنجره ورځپاڼې ته وويل، چې په دې پېښه کې درې پنځه مړه او ګن شمېر نور ټپيان شوي دي.

خو یوناما په یو راپور کې دغه چاودنه غندلې او د کابل ایمرجنسي روغتون له قوله یې د تلفاتو شمېر ۱ تن مړ او ۱۲ ټپیان ښودلي دي.

د دې پېښې مسووليت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

Back to top button