ملګري ملتونه: سلګونه کورنۍ يې بېرته خپلو سيمو ته ستنې کړې

سلګونه تنه هغه کورني کډوال چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د جګړو له امله بې ځايه شوي وو او پلازمېنه کابل ته يې پناه راوړې وه، تېره ورځ د ملګرو ملتونو په مرسته بېرته خپلو کورونو ته واستول شول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په خپل يو راپور کې ويلي، ۱۶۰۰ هغه افغانان چې، د جګړو له امله له خپلو سيمو کډه شوي وو او پلازمېنه کابل ته يې پناه راوړې وه، تېره ورځ د دوی په مرسته بېرته خپلو سيمو ته ستانه شوي دي.

دغه راز په دې راپور کې راغلي، چې په ديرشو بسونو کې ماشومان، ښځې او سړي بيرته خپلو کورونو ته انتقال شوي او همداراز هرې کورنۍ ته د خوراکي او نورو اړينو توکو د رانيولو له پاره ۲۰۰ ډالره هم ورکړل شوي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارې ادارې ويلي، چې دا مهال په افغانستان کې د سېلاوونو، غربت او جګړو له امله شاوخوا درې نیم ميليونه کسان بې ځايه شوي دي.

Back to top button