امريکا: طالبان په خپلو ژمنو نه دي ولاړ

امريکا وايي، چې طالبان له افغانانو او نړۍوالې ټولنې سره په خپلو ژمنو نه دي ولاړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپلو تازه څرګندونو ويلي، چې طالب سرپرست حکومت له افغانانو او‌ نړۍوالې ټولنې سره په خپلو کړو ژمنو نه دی ولاړ.

نوموړي دا څرګندونې په واشنګټن کې د افغان ښځو د حقونو په هکله د امریکا، افغانستان مشورتي مېکانیزم په نامه د یوې نوې ادارې د پرانیستلو پر مهال کړې دي.

هغه ويلي، چې د بشري حقونو راپورونو پر بنسټ طالب سرپرست حکومت په سيستماتيکه توګه د ښځو په ازاد تګ راتګ او نورو حقونو باندې محدوديتونه رامنځته کړي دي.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا  له طالب سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانيستلو ته دې اجازه ورکړي.

طالب سرپرست حکومت بيا په بار بار وايي، چې د دوحې تړون ته ژمن دي او په خبره یې له خپله اړخه یې ټولې ژمنې عملي کړي دي، خو د نجونو ښوونځيو نه پرانيستل هغه څه دي، چې په کور دننه او بهر یې د خلکو توند غبرګونونه راوپارولي دي.

Back to top button