ګڼو ولايتونو کې د سېلاوونو احتمال

د هوا پېژندنې اداره وايي، چې احتمال شته د هېواد په په يو شمېر ولایتونو کې سېلاوونه راشي.

د‌ طالب سرپرست حکومت د هوا پېژندنې اداره وايي، احتمال شته، چې په ننگرهار، لغمان، کنړ، نورستان، لوگر، میدان وردګو، ، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، کندهار، زابل، هلمند، نیمروز او فراه ولایتونو کې سخت اورښتونه وشي او ورپسې سېلاوونه راووځي.

د هوا پېژندنې اداره دا راپور داسې مهال ور کوي، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په څو ولایتونو کې درانه سېلاوونه راوتلي، خلکو ته يې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

هاخوا د سرپرست حکومت له پېښو سره د مبارزې په چارو کې وزارت وایي، چې دوی پر وخت سېلاو ځپلو سیمو ته مرستې رسولې دي او د نورو مرستو لپاره پر سروې بوخت دي.

بلخوا په ولاياتو کې ځايي سرچينې بيا وايي، خلکو ته د سېلاوونو له امله زيات زيات زيانونه اوښتي دي او په کار ده، چې جدي پاملرنه ورته وشي.

Back to top button