میدان وردګ کې د کولرا شکمن ناروغان
د میدان وردګ په روغتیایي مرکزونو کې کې لسګونه د کولرا ناروغي شکمن ناروغان بستر دي.
د طالبانو د سرپرست حکومت د میدان وردګ د عامې روغتیا مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په یو شمېر روغتیایي مرکزونو کې کولرا ته ورته ۵۰ شکمن ناروغان بستر دي.
هغوی زیاتوي، چې کومه ناروغي اوس مهال د خپرېدو په حال کې ده کولرا ناروغي ته ورته نښانې لري.
هغوی دغه راز زیاتوي، چې دغه ناروغي نس ناستي ته ورته ده، خو له دغې وبا تراوسه په میدان وردګ کې کوم چا ژوند له لاسه نه دی ورکړی او د مخنیوي په حال کې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د هېواد په څو ولایتونو کې د کولرا مرګونې ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.