د‌ المان د بهرنيو چارو وزيرې تازه څرګندونې

المان وايي، طالبان له بشري حقونو داسې ناوړه سرغړونې کوي، چې بېلګې يې د نړۍ په هېڅ هېواد کې نه دي ليدل شوي. 

د المان د بهرنيو چارو وزيرې انالينا بربوک په خپلو تازه څرګندونو ويلي، چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته له بشري حقونو داسې دوامداره سرغړونې کېږي، چې بېلګې يې د نړۍ په هېڅ هېواد نه دي ليدل شوي.

همدا راز هغې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل خورا وار له مخه کار بللی او په خبره یې چې په دغه هېواد کې خلک یوازې پاتې شوي دي.

د‌ المان د بهرنيو چارو وزيرې انالينا بربوک دا څرګندونې وروسته تر دې کړي، چې د طالب سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي بهرنیو استازو او ډیپلوماتانو په حضور کې د تاشکند په غونډه کې ویلي چې طالبانو اوسمهال افغانستان کې د خوندي او ټولمنلي ژوند لپاره زمینه برابره کړې ده.

Back to top button