زابل کې یوې ناچاودې مرمۍ ماشومانوته مرګ ژوبله اړولې

په زابل ولایت کې یوې پخوانۍ ناچاودې مرمۍ چاودنه کړې او دولسو ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د زابل ولايت د عامې روغتيا رياست مشر ډاکتر عبدالحکيم حکيمي سرچینو ته ویلي، چې نن د دې ولايت په مېزاني ولسوالۍ کې له جګړو پاتې سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او لس نور سخت ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وینا د پيښې ټپيان د دغه ولايت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي، چې په کې د ځينو ټپي ماشومانو حالت نازک ښودل شوی دی.

Back to top button