د کابل – کندهار پر عمومي ټرافيکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

يوه ځايي سرچينه وايي، د کابل – کندهار پر عمومي لاره د سپرلیو یو غټ موټر د سېلاوونو له امله چپه شوی، چې څلور تنه په کې مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د زابل ولایت څخه یوه ځايي سرچینې پنجره ورځپاڼې ته ويلي، چې تېره شپه ناوخته شاوخوا لس بجې د شهر صفا ولسوالۍ او د ولایت مرکز کلات ښار ترمنځ د فولادګي سیمه کې د سپرلیو يو غټ موټر د سېلاوونو اوبو له امله چپه شوی، څلور تنه په کې مړه او لسګونه ۴۵ نور ټپيان شوي دي.

سرچینه وايي، د سپرلیو دغه غټ موټر په یاده سیمه کې د سېلاوونو اوبو له امله چپه شوی او په کې ناست کسان د اوبو په مینځ کې پاتې بند وو، چې وروسته بيا د سيمې خلکو او امنيتي مسؤلينو په مرسته وژغورل شول.

سرچينه همداراز زياتوي، چې څلورو کسانو خپل ژوند بايللی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، امبولاسونه او روغتیايي ټیمونه هم سیمې ته رسیدلي او ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.

ورسره جوخت د زابل د عامی روغتیا مشر ډاکټر عبدالحکیم حکیمي هم پېښه منلې او ويلي يې دي، چې په یاده پېښه کې د درې ښځو په ګډون څلور تنه مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

Back to top button